سېلابونو په خوست او پکتیا ولایتونو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

په خوست او پکتیا کې ځینې باوري سرچینې وايي، چې سېلابونه سې شنبه د (چنګاښ ۳۱مه) او بېګاه شپه ناوخته د خوست دوو ولسوالیو نادرشاه کوټ، صبریو او د پکتیا وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند سیمو کې راوتلي چې خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د سرچینو د معلوماتو پربنسټ؛ سېلابونو د خلکو کورونه نړولي، کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي او د مېوو بڼونه یې له‌منځه وړي دي.

د خوست ولایت اوسېدونکی سمیع الله وايي، چې وروستیو سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو سربېره مرګ ژوبله هم اړولې ده.

هغه وایي:« پرون او بېګاه شپه د شمل خوړ سیمه کې چې د خوست له دوو ولسوالیو او د پکتیا له یوې ولسوالۍ تېرېږي؛ سېلابونه راوتلي و چې خلکو ته یې زیانونه اړولي او اوبو ځینې کسان هم وړي دي.» 

د یادو سېلابونو د راوتو او د اوښتو زیانونو په اړه تراوسه د طالبانو حکومت سیمه‌ییزو چارواکو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو