د ازبکستان د استخباراتو مشر: طالبانو په لنډ وخت کې د داعش ډله له منځه یوړه

۸ ساعتونه مخکې

د ازبکستان د اسخباراتو رییس کوربونوف باخودیر ویلي، چې په کابل کې یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره لېدلي. د نوموړي په وینا طالبانو د داعش ډله په بریالیتوب سره له منځه وړې ده.

د ازبکستان رسنیو د چهار شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د استخباراتو رییس کوربونوف باخودیر د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره تر جلا جلا لېدنو وروسته، نن (چهارشنبه) د دې ډلې د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره هم لېدلي او د سرحدونو د امنیت، ترهګرۍ ضد اقداماتو، د نشه يي توکو قاچاق مخنیوي او سیمه ییز ثبات په اړه یې خبرې کړې دي.

پر همدغه مهال د ازبکستان د استخباراتو رییس د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره تر لېدنې وروسته پر اېکسپاڼه لیکلي:«د افغانستان استخبارات قوي دي، په لنډ وخت کې یې د داعش ډله په بریالیتوب سره له منځه یوړه.»

نوموړي ویلي، چې ازبکستان به د امنیت په برخه کې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو