د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو پخوانی استاد او د ژوندون ټلویزیون مشر اسماعیل یون له خپلې مېرمنې ارین یون سره د خپلې لور او زوی د فراغت مراسمو کې په استانبول کې ګډون وکړ. نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې لور یې سوله او زوی یې ودان د ترکیې له ګلیشیم خصوصي پوهنتون څخه فارغ شوي دي.
د یون لهخوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د یون کورنۍ، چې مېرمن یې آرین یون، لور او مشر زوی یې هم پکې شامل دي، د فراغت په دې مراسمو کې ګډون کړی دی. اسماعیل یون ویلي چې دی او مېرمن یې له کابل څخه ددې مراسمو لپاره راغلي دي.
اسماعیل یون په خپل یادښت کې د افغانستان د تعلیمي نظام پر روان وضعیت نیوکه کړې او ویلې یې دي چې هېواد یې نه یوازې له نورو هېوادونو شاته پاتې دی، بلکې علم او تمدن سره په تقابل کې روان دی. هغه لیکلي: «زړه مې د خپل ولس لپاره وسوځېد، ځکه نور څومره پرمختللي، خو موږ لا شاته روان یوو.»
نوموړي د زدهکړو پر وړاندې د خنډونو، په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو د بندیز یادونه هم کړې او هیله یې څرګنده کړې چې ټول افغانان وکولای شي په یوه امن فضا کې زدهکړې وکړي.هغه تر دې وړاندې هم څو ځله د نجونو د زدهکړو د بندیز پر وړاندې غبرګون ښوولی دی.