طالبانو ویلي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سره یې د تازه کرنیزو محصولاتو د ترجیحي تعرفو د کمښت په اړه یو کلن تړون لاسلیک کړې، چې د یادې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادو څلورـ څلور قلمه تازه کرنیز محصولات د نوې ترجیحي تعرفي لاندې صادر او وارد شي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جواد پاول ترمنځ له دوه ورځنیو ناستو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلور ـ څلور قلمه تازه کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو پر ګمرکي تعرفو د کمښت هوکړه لاسلیک شوې ده.
د یادې هوکړې له مخې، د افغانستان له لوري د انګورو، مڼو، انارو او سره رومیانو پر صادراتو او د پاکستان له لوري د کیلو، الوګانو او کینو پر وارداتو ګمرکي تعرفه ۲۷ سلنې ته راکمه شوې ده.
طالبانو ویلي، د یادو تازه کرنیزو محصولاتو تعرفه وړاندې تردې ۶۰ سلنه وه.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې ترجیحي تعرفه به د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټې رسمي پلي شي او ښايي نور سوداګریز اقلام هم پکې شامل شي.