د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د څلورو کسانو د وژلو په تور یې پنځه کسیزه ډله نیولي ده.دغه وزارت زیاتوي چې له یادو پنځو کسانو سره یې وسلې هم نیولي دي.
طالبانو د نیول شویو او وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دې ویلي.
د بدخشان د راغستان ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو کې د یوه کس د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و. طالبانو ویلي و چې د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی.