د رویټرز د راپور له مخې،د امریکا د کډوالۍادارې نقابدارو مامورینو یو پخوانی افغان ژباړن، چې قانوني اقامت یې درلود، نیولی او بل ایالت ته یې لېږدولی. دا ژباړن، چې له امریکایي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې، اوس له نامعلوم برخلیک سره مخ دی. هغه د سې شنبې په ورځ نیول شوی.
رویټرز د امنیتي اندېښنو له امله هغه «ضیا» یاد کړی. وکیل یې ویلي، ضیا د طالبانو له مستقیم ګواښ وروسته بشري اقامت اخیستی او هېڅ جزایي سابقه نه لري. ضیا له یوه نامعلوم جدي جنایي تور سره مخ دی، خو د تور د څرنګوالي په اړه معلومات نشته.