لاوروف او متقي د نشه یې توکو د قاچاق د مخنیوي او امنیت په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه ییزو مسایلو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې او دواړو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امیرخان متقي له قوله ویلي، چې د روسیې له خوا د دې ډلې د حکومت د رسمیت پیژندلو له اعلان وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانېستلو ترڅنګ په نړیواله ټولنه کې هم د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بې ساری ګام اخېستل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي له لاوروف سره په خبرو کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، سیمه ییزو پروژو او ټرانسپورټي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

پر همدغه مهال لاوروف ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پیژندنه د دوادو هېوادونو په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې فرصتونه رامنځته کړي دي او په نږدې راتلونکې کې به عملي پایلي ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لاوروف د نشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي او امنیت په ټینګښت کې د دې ډلې هڅې ستایلي او له طالبانو سره د تعامل پراخولو، سیمه ییزو میکانیزونو د کلیدي ارزښت او نورو بحثونو لپاره یې متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

نور خبرونه

رادیو