امرالله صالح: جمهوریت د افغانستان لپاره و، خو اوس افغانستان د طالبانو لپاره دی

۸ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چهارشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې جمهوریت یو د نه‌انکار او د نه منلو وړ اصل دی او د هغه نظام د کمزورتیاوو ښودنې او د اصل له پامه غورځونې هڅې یې ناسمې دي.

ښاغلي صالح ټینګار کړی، چې جمهوریت د افغانستان لپاره و؛ خو اوس افغانستان «طالبستان» شوی دی.

نوموړي د هغو کسانو په ځواب کې چې له ده د جمهوریت خلاف نیوکې تمه لري، ویلي چې هېڅکله د پنځمې ستنې غړی، پټ وران‌کاری یا دوه‌مخې نه‌دی پاتې شوی او هغه سوګند ته چې د اساسي قانون او قران پر بنسټ یې یاد کړی؛ وفادار دی.

امرالله صالح په پای کې ویلي، چې راتلونکی لا هم روښانه نه‌دی او د تحولاتو له منځه به راټوکېږي؛ خو د هغه په باور طالبان هېڅکله پر یوه مشروع او باروي دولت نه‌بدلېږي.

هغه همداراز زیاته کړې، چې هر وګړی څو بُعدي هویت لري او دی خپله هم خپل ټاټوبي پنجشېر ته وفادار دی.

ښاغلی صالح چې د طالبانو له سر سختو مخالفینو څخه دی؛ وخت ناوخت یې د طالبانو پر سیاستونو او د دوحې په تړون نیوکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو