ملګري ملتونه: له ایرانه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته ځانګړې شوې

پرون

ملګري ملتونه او اړوند نړۍوالې مرستندویه ادارې وايي، چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د بیارغاونې، استوګنې او بېړنیو بشري اړتیاوو لپاره لس میلیونه ډالره ځانګړې شوې دي.

ملګرو ملتونو په خپله وېب پاڼه کې لیکلي، دا مالي مرسته د هغو زرګونه افغانانو د ملاتړ لپاره ده چې د سختو اقتصادي شرایطو، جبري اېستنو او قانوني ستونزو له امله له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو د چارو نړۍوال سازمان (IOM) او نورو همکارو ادارو په وینا، دغه مالي مرسته به بېرته راستنو شویو ته لنډمهاله استوګنځي، خوراکي توکي، روغتیایي خدمات او رواني مشورې برابرې کړي. همداراز، دا به د هغوی د بیا مېشتېدو او له ټولنې سره د یو ځای کېدو بهیر چټک کړي.

د(IOM) یوه چارواکي ویلي: «راستانه کېدونکي افغانان له بې‌سارې ستونزو سره مخ دي. دا مرسته به لږ تر لږه د دوی د ژوند د عادي کولو لپاره لومړني شرایط برابر کړي.»

د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال یا خو په زور له ایرانه اېستل شوي یا مجبوره شوي، چې د سختو شرایطو له امله خپل هېواد ته ستانه شي.

دوی له هغو کسانو څخه دي چې ډېری وخت له هېڅ ملاتړ پرته پولې ته رسېږي او د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو سازمانونه له نړۍوالو مرسته‌کوونکو هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره لا ډېره مرسته چمتو کړي، ځکه چې د اوسني اقتصادي او بشري وضعیت له امله د اړتیاوو کچه مخ په لوړېدو ده.

نور خبرونه

رادیو