د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس جمعه (د زمري ۳مه) لیکلي، چې د پاکستان او ایران له لارې ۱۷۲۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې۵۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۴۸ او د هرات اسلام کلا له لارې ۱۳۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
اعلامیه زیاتوي، له دغه راستانه شویو کډوالو څخه ۶۴۸ کورنۍ خپلو سیمو ته استول شوي دي.
په تېرو وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونه او افغانستان ته یې د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
په پاکستان کې هغه افغان کډوال هم شکایت کوي، چې دغه هېواد ته په پاسپورټ او وېزه تللي دي. دوی وايي، له یوې میاشتې راهيسې د وېزو تمدید ځنډېدلی او د ځينو وېزو غوښتنلیکونه رد شوي چې دې وضعیت ډېری افغان کډوال وارخطا کړي هم دي.
له بل پلوه له ایرانه هره ورځ شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي.
له ایرانه ستنېدونکي کډوال د ایراني پولیسو او خلکو له ناوړه چلند، د سرپناه نشتوالي او بېروزګارۍ شکایت لري.