د ستنېدونکو کډوالو څپې؛ افغان ماشومان د ستنېدو پر مهال تعلیمي اسناد او شواهد نه‌لري

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له ګاونډیو هېوادونو ستنېدونکي افغان ماشومان د زده‌کړو سندونه او شواهد نه‌لري؛ نو له همدې امله له ستونزو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو د همدې ډلې د پوهنې وزارت سره خبرې شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ د (زمري لومړۍ نېټه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبي ستانکزي د خپلې ډلې د پوهنې وزارت غړو سره د ناستې پر مهال اندېښنه ښوولې، چې له راستنېدونکو ماشومانو سره د تعلیمي اسنادو نشتوالی یوه ننګوونه ده.

هغه وړاندیز کړی، چې د حل لارو اړوند باید اقدامات وشي او زده‌کړو ته د جذب پر وړاندې دې شته ستونزې حل شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «ستانکزي وړاندیز وکړ، چې پوهنې وزارت دې ولایتي واحدونو ته هدایت ورکړي، ترڅو لا دمخه ترتیب شویو فورمو له مخې د دغو زده‌کوونکو ستونزې حل شي».

د طالبانو پوهنې وزارت چارواکو په یاده ناسته کې ویلي، چې تازه ورستانه شوي زده‌کوونکي د دوی ولایتي ریاستونو ته د خپلو زده‌کړو دوام لپاره عارض کېدلای شي.

له پاکستان او ایرانه په جبري توګه د اېستل کېدو په روان پړاو کې ډېری برخه یې ماشومان دي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې له قانوني اسنادو پرته زده‌کړې کولې او په هېواد کې یې د زده‌کړو دوام پر وړاندې د کاري اسنادو نشتوالی یو لوی سرخوږی دی.

له دې ور هاخوا دغه تازه ستانه شوي افغان ماشومان په یادو هېوادونو کې هم د ښوونځیو او تعلیمي ادارو دننه له دوه ګوني او له توپیره ډک چلند سره مخ وو.

خواله رسنیو کې یو شمېر لاس په لاس کېدونکو وېډیوګانو کې ښکاري، چې د ایران په بېلابېلو ښوونځیو کې افغان زده‌کوونکو ته سپکې سپورې ویل کېږي.

د مالوماتو له مخې؛ په ایران او پاکستان کې افغان کډوال ماشومان قصدا نه پرېښودل کېږي، چې لوړې نومرې او درجې ولري.

په تېره یوه میاشت کې له ایرانه نږدې ۸۰۰ زره افغانان په زوره اېستل شوي او هم‌مهاله د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو