د تاجکستان دولت په رسمي توګه منلې، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې شړلي او اوس یې د نورو افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې هم اقدامات پیل کړي دي.
د تاجکستان د دولتي امنیت ملي کمېټې اړوند د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ د سیاسي او اقتصادي پېچلي وضعیت له امله تاجکستان ته د کډوالو بهیر زیات شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې ګڼ شمېر بهرني وګړي دا مهال په تاجکستان کې اوسېږي، خو یو شمېر یې یا ناقانونه ورغلي یا یې د اقامت اصول ښکاره نقض کړي دي.
د تاجک چارواکو په وینا، له دغو کډوالو ځینې د نشهيي توکو په قاچاق، د افراطي افکارو په خپرولو او د جعلي اسنادو له لارې د پناه غوښتنې په ترلاسه کولو کې ښکېل دي.
همداراز، ویل شوي چې یو شمېر دا کسان د درېیم هېواد تابعیت لري او تاجکستان یوازې د ټرانزیټ په توګه کاروي، څو نورو هېوادونو ته لاړ شي.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټه وایي، افغان کډوال هم د همدې دلایلو له امله شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر د ۲۰۲۵ کال د چنګاښ پر ۲۷مه نېټه اعلام کړی، چې له تېرو لسو میاشتو (د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې) لږ تر لږه ۴۸۵ افغان کډوال له تاجکستان څخه شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، د تاجکستان چارواکو د چنګاښ پر ۱۷مه د وحدت ښار په یو شمېر سیمو کې افغان کډوال او پناهغوښتونکي راوغوښتل او هغوی ته یې وویل، چې باید تر ۱۵ ورځو تاجکستان پرېږدي. دا ضربالاجل نن پای ته رسېږي.
دا حالت داسې مهال رامنځته کېږي، چې لا هم افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي او دا ډول جبري شړل نړۍوال قوانین نقض کوي.