طالبان وايي، په تېره یوه میاشت کې تر ۷۱۱ زرو ډېر کډوال د هرات ولایت د اسلامکلا له لارې راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو ته د طالبانو د رسېدنې او عامه پوهاوي کمېټې مسوول احمدالله متقي ویلي، چې له دې ډلې تر ۲۹۳زرو ډېر کسان په خپله خوښه او شاوخوا ۴۱۷ زره نور په جبري ډول اېستل شوي دي.
نوموړي د دغې ډلې تر کنټرول لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې یوازې تیره دوشنبه نږدې ۱۴ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي او دا بهیر دوام لري.
نوموړي ادعا کړې، چې طالبان د ډوډۍ، نغدو پیسو، لنډمهالې سرپناه، ټرانسپورټ او روغتیایي خدمتونو په ګډون کډوالو ته لومړنۍ مرستې چمتو کوي.
د یادې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ؛ تر اوسه پورې شاوخوا ۶۸۴زره راستنېدونکي د ټرانسپورټ کمېټې د موټرو له لارې خپلو ولایتونو او اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
طالبان دا هم وايي، چې کډوالو ته د استوګنیزو ځایونو د وېشلو بهیر هم دوام لري او د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅې کېږي چې هغوی ته دایمي کورونه او اضافي ملاتړ چمتو شي.
همدا پرون الجزیرې خبري شبکې خبر ورکړی و، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایرانه تر ۱.۵ مېلیونه ډېر افغان کډوال شړل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري. په راپور کې راغلي، ډېر شمېر قانوني اسنادلرونکي کډوال هم د شړلو، نیولو او سپکاوي له ګواښ سره مخ دي.
په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوال بنسټونو له ایران او پاکستانه غوښتنې وکړې، چې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي؛ خو د دې ټولو سره-سره یادو دواړو هېوادونو د افغان کډوالو نیولو، شړلو او ناوړه چلند ته دوام ورکړی دی.