راپورونه وايي، چې یوازې پرون د بېلابېلو بندرونو له لارې ۲زره او ۳۸۱ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د راپور لهمخې؛ ۶۵ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۴۷ د کندهار، ۵۰۵ د نيمروز ورېښمو پله او یو زرو ۷۶۴ د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې ۷۳۷ کسانو ته سيمکارټونه، سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې او ۵۲۲ کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوې دي.