مجتبی نوروزي، چې په افغانستان کې د ایران پخوانی مرستیال کلتوري مشاور پاتې شوی، په یوې غونډه کې چې د «افغان ټولنې ته په درناوي سره په ایران کې د کډوالو منل» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ویلي چې د کډوالو ضد او افراطي چلندونه د ایران ستر تمدن ته زیان رسوي.
ایراني رسنۍ «اېراف» د نوموړي له قوله خبر ورکړی: «کله چې موږ د ایران د کډوالۍ د مدیریت په اړه بحث کاوه، دومره ډېر موضوعات مطرح وو، چې ټولو اړخونو ته پوره پاملرنه نه شوای کېدای؛ خو یوه بله مهمه موضوع، د کډوالو پر وړاندې منفي چلند دی.»
نوروزي زیاته کړه، چې په تېرو یو یا دوو کلونو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې جریان رامنځته شوی چې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ خرابوي.
هغه دا څرګنده کړه، چې دا ډول دروغ د ظلم سرچینه ده او د کډوالو ضد جریان د ایران هویت او کلتور ته زیان رسوي.
نوموړي پر دې ټینګار وکړ، چې اوسنی نېشنلیزم چې د ایران تر سرحدونو پورې محدود دی، د هېواد اصلي کلتوري او تاریخي هویت نه منعکسوي.
هغه وویل: «موږ درې زره کلن کلتوري او تاریخي دوام لرو، که څه هم ځینې دورې انقطاع هم لري، خو تل یې کلتوري یووالی ساتلی دی.»
نوروزي پر ایران د تېرو لویو یرغلونو لکه د لوی سکندر یرغل، اسلامي یرغلونه، د تېمور بریدونه او نورو یادونه وکړه، ، چې په ټولو کې بېلابېلو قومونو د ایران د ستر تمدن دفاع کړې ده.
هغه وویل، چې د ایران کلتوري شتمنۍ یوازې د اوسني ایران په سرحدونو کې نه دي تړلي، بلکې پراخې تمدني سیمې لري چې د هویت یوه برخه دي.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، چې د عدالت غوښتنې او ظلم پرضد درېدل د ایران په هویت کې مهم رول لري او بې له دې یو څوک ځان ایرانی نه شي ګڼلی.
هغه وویل، چې ایرانیانو د کلتوري زغم له مخې تل هڅه کړې، چې د نورو کلتورونو غوره ځانګړتیاوې خپلې کړي.
په پای کې، نوروزي خبرداری ورکړی چې د کډوالو ضد افراطي جریان د ایران ستر تمدن ته زیان رسوي او باید له دې ډول چلندونو ډډه وشي.