د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې تېرکال په څو هېوادونو کې د دغې ډلې د ماموریتونو کچه سفیرانو ته لوړه شوې؛ تر ۱۰۰ ډېر بهرني سفرونه برابر شوي او د یادې ډلې ډېپلوماټان اروپایي او اسیایي هېوادونو ته پېژندل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د سیمې او نړۍ په کچه اړیکې دوام لري او هڅه کېږي چې د طالب چارواکو نومونه د بندیزونو له نوملړه و اېستل شي.
نوموړي چهارشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) د «لاستهراوړنو» په نوم د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال ادعا وکړه، چې د طالبانو د متوازن او اقتصادمحوره سیاست پر بنسټ، د اعتماد فضا رامنځتهکولو، د اړیکو پراختیا او د سیمهییزې او نړۍوالې ډېپلوماسۍ د پیاوړتیا په موخه عملي ګامونه اخیستل شوي دي.
ورتهمهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له تور نوملړه د طالبانو د نومونو لرېکول یوه لاستهراوړنه وبلله؛ خو د جرمونو نړۍوالې محکمې لهخوا یې د دغې ډلې د مشر هبتالله او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر په تړاو څه ونه ویل.
ښاغلي متقي وویل: «د متوازنې پالیسۍ په رڼا کې موږ له سیمهییزو او نورو هېوادونو سره د دوامداره اړیکو په جوړونه کې بریالي شوي یو او په ډېرو مواردو کې دوهاړخیزه همکاري دوام لري.»
هغه زیاته کړه، چې د ډېپلوماټیکو ماموریتونو د کچې لوړېدل، متقابل سفرونو ترسره کېدل، دوهاړخیزو او څو اړخیزو اړیکو پراختیا او د بندیزونو له نوملړه د یوشمیر طالب چارواکو نومونو لرې کېدل، تېر کال د یاد وزارت د سیاسي هڅو یوه برخه وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ تېر کال په چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ترکیه، روسیه او پاکستان کې د افغان ماموریتونو کچه د سفیرانو کچې ته لوړه شوې او قزاقستان هم ژمنه کړې چې د افغان سفیر کوربهتوب به وکړي. متقي وویل، چې طالب سفیر به ډېر ژر یاد هېواد ته ور وپېژندل شي.
دغه وزارت همداراز جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته د ډېپلوماټانو د معرفي کولو اعلان وکړ او ویې ویل، چې په تېر کال کې د طالبانو د چارواکو تر۱۰۰ ډېرو بهرنیو سفرونو ته د وزارت لهخوا اسانتیاوې برابرې شوې دي.
یاد وزارت ټینګار وکړ، چې د بهرني سیاست په برخه کې د یادې ډلې د رسمیت پېژندنې هڅې، له لوېدیځو هېوادونو سره دوهاړخیزې او څو اړخیزې اړیکې پیاوړې کېدل او د ډېپلوماټیکو ماموریتونو پراختیا د دغې ډلې له لومړیتوبونو دي.
د طالبانو د بهرنیو چاروز وزارت سرپرست امیرخان متقي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې دمه یوازې له روسیې پرته د سیمې بل هېڅ هېواد د یادې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.