طالبانو په پکتیا کې د پولیو واکسین کمپاین ناڅاپي بند کړ

۵۰ دقيقې مخکې

د پکتیا اوسېدونکي افغانستان-انټرنشنل ته خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین د ناڅرګندو دلایلو له امله بند کړی دی.

دغه کمپاین چې درې ورځې وړاندې پیل شوی و، ټاکل شوې وه څو ورځې دوام وکړي؛ خو د پکتیا اوسېدونکي وايي، چې طالبانو پرون (سې‌شنبه) په ناڅاپي ډول بند کړی دی.

د پکتیا ولایت اوسېدونکو زیاته کړې، چې د طالبانو دا بندیز په ځاځي اریوب، څمکنیو، سېدکرم او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پلي شوی دی. طالبانو تر دې دمه د دغه بندیز د علت په اړه رسمي څه نه دي ویلي.
دغه بندیز داسې مهال وضع کېږي، چې افغانستان لا هم د پولیو له ګواښونو سره مخ هېواد بلل کېږي. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې پولیو په‌کې په بشپړ ډول له‌منځه نه ده تللې.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو هم کې د پولیو ضد کمپاینونه د بېلابېلو خنډونو او په ځانګړې توګه د طالبانو د محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو