طالبانو له پاکستاني چارواکو سره د ټرانزیټي اسانتیاوو او د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي یې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالي، ترانزیټي اسانتیاوو او متقابلو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې تړاو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې تېره ورځ په اسلام‌اباد کې د دواړو خواوو ترمنڅ په یوې ناسته کې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوو د شته خنډونو د له‌منځه وړلو لپاره د ګټورو حل‌لارو ټاکلو او په ځینو افغاني صادراتي توکو د تعرفو کمولو په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشي او په نږدې راتلونکې کې به دغه هوکړه عملي شي.

د خبرپاڼې په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې دغه پرېکړه به د صادراتو د اسانۍ ترڅنګ، د افغان سوداګرو او تولیدوونکو لپاره یو مثبت بدلون راولي.

که څه هم په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوې وې؛ خو د دواړو لوریو له‌خوا د اړیکو ښه کېدو لپاره ځینې مثبت ډېپلوماټیک ګامونه اخیستل شوي او په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې کابل ته سفر او افغانستان کې د اسلام‌اباد د نوي سفیر ټاکنه د یادونې وړ موضوعات دي؛ خو امنیتي اندېښنې لا هم د دواړو خواوو پر اړیکو خپل سیوری اچولی دی.

له بل پلوه کارپوهان وایي، چې ترهګري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا پر وړاندې لوی خنډ دی.

سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې؛ خو د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه لا هم د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې.

نور خبرونه

رادیو