د طالبانو په بند کې د یوه دیني عالم 'روغتیایي وضعیت خرابېدو وروسته روغتون کې بستر شو'

۱۰ ساعتونه مخکې

د پنجشېر ولایت د علماوو شورا پخواني مرستیال مولوي عبدالمالک ته نږدې سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو له‌خوا د دوو اونیو بند او شکنجې وروسته دغه دیني عالم د روغتیایي وضعیت خرابېدو له امله د پنجشېر رخه سیمې روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ۱۴۰۴کال (د چنګاښ په ۱۸مه) طالب ځواکونو د پنجشېر ولایت د علماوو شورا پخوانی مرستیال او د مولوي عبدالواحد دیني مدرسې مشر مولوي عبدالمالک د کابل د ۱۵مې ناحیې په یوه جومات کې ونیوو او هغه یې نامعلوم ځای ته ولېږداوه.

په پیل کې د هغه کورنۍ او خپلوان د هغه د ساتنې ځای په اړه معلومات نه لرل؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې طالب ځواکونو هغه له کابل څخه پنجشېر ته لېږدولی دی.

باخبره سرچینو د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د مولوي عبدالمالک روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم په ۱۴۰۱ کال کې مولوي عبدالمالک د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی و؛ خو شاوخوا دوه کاله وروسته یې بېرته خوشې کړ. د هغه خپلوانو د مقاومت جبهې سره د نوموړي هر ډول همګاري رد کړې ده.

مولوي عبدالمالک په پنجشېر ولایت کې یو پېژندل شوی مذهبي شخصیت دی، چې له کلونو راهیسې یې د دغه ولایت د علماوو شورا د مرستیال او د دره ولسوالۍ د عبدالله خېل په کلي کې د «مولوي عبدالواحد» او «بي‌بي عایشه صدیقه» دیني مدرسو د مشر په توګه کار کړی دی.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په زرګونه خلک د مقاومت جبهې د غړیتوب په تور نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو