بلومبرګ خبري وېبپاڼه لیکي، اوکراین به د ټرمپ لپاره د افغانستان په څېر یو بل ناورین وي.
که څه هم ټرمپ وايي، دا جګړه د هغه نه ده، خو دا جګړه له ۶ میاشتو راهیسې د هغه تر مشرۍ لاندې روانه ده او اوس د نړۍوالو پام دې ته اوښتی چې که روسیه پکې بریالۍ شي، نو پړه به یې پر ټرمپ ور واوړي.
د بلومبرګ په مقاله کې راغلي، چې که څه هم په لومړي نظر کې د امریکا ښکېلتیا په اوکراین کې د افغانستان له شل کلنې جګړې سره ورته نه ښکاري، ځکه هلته امریکايي پوځیان ځای پر ځای شوي نه دي، خو دا جګړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره داسې حالت ته روانه ده چې که سم مدیریت یې و نه شي، د افغانستان د جګړې په څېر یو سیاسي ناورین ورته جوړولی شي.
ټرمپ د امریکا د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په ځلونو ویلي و، چې که دی ولسمشر وای، نو د اوکراین دا جګړه به هېڅکله پېښه شوې نه وه، خو اوس چې جګړه دوام لري او د حللارې څرک نه لیدل کېږي، دا احتمال شته چې د جګړې مسوولیت پر ټرمپ واچول شي او که پوتین پکې بریا ترلاسه کړي، نو ټرمپ به له سختو نیوکو سره مخ شي.
بلومبرګ زیاتوي، که څه هم ټرمپ هڅه کړې چې ځان د جګړې له مسوولیت څخه لرې وساتي، خو واقعیت دا دی چې د هغه د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې اوکراین ته د مرستو دوامداره لېږد ته اجازه ورکړل شوې او بالاخره هغه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزاتو د لیږد پرېکړه هم وکړه.
دا پرېکړه د ټرمپ د خپل سیاسي اساس، یعنې د "Make America Great Again" یا MAGA غورځنګ له خوا له شک سره مخ ده. د دغه غورځنګ یوه مشهوره څېره سټیف بانون خبرداری ورکړی، چې که ټرمپ داسې وسلې ورکړي چې د روسیې دننه موخې په نښه کړي، نو دا جګړه به نور یوازې د بایډن جګړه نه وي، بلکې د ټرمپ جګړه به شي.
مقاله لیکي، د افغانستان جګړه چې د امریکا له خوا تر ۲۰ کلونو پورې وغځېده، بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د جمهوري نظام په پرځېدلو تمامه شوه، چې له دې سره د ولسمشر جو بایډن حکومت له سختو نیوکو سره مخ شو، خو ډېر شنونکي یادونه کوي چې د دې وتلو بنسټ د ټرمپ د ولسمشرۍ په موده کې اېښودل شوی و.
اوس دا وېره شته چې که له اوکراین سره مرسته بنده شي یا ناڅاپي ختمه شي او کییف سقوط وکړي، نو دا به هماغه شرموونکی تکرار وي، چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته نړۍ ولید.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکوال مارک ټیسن لیکلي، که جمهوریپالان وغواړي چې د کییف د سقوط مسوولیت پر هغوی وانهچول شي، نو باید خپلو مرستو ته دوام ورکړي، که نه نو هماغسې به ملامت شي، لکه څنګه چې بایډن د کابل د سقوط لپاره مسوول ګڼل کېږي.
بلومبرګ په خپله مقاله کې لیکي، چې اروپايي متحدین لکه فرانسه، المان او بریتانیا د امریکا له خوا د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي. خو داسې ښکاري چې ټرمپ تر ډېره د داخلي سیاسي فشارونو تر اغېز لاندې دی. له یوې خوا غواړي چې ځان له جګړې لرې وساتي او له بلې خوا که مرستې بندې شي او روسیه پراخ پرمختګ وکړي، نو بیا به د یو ضعیف رهبر په توګه وپیژندل شي.
شنونکی مایکل فرومن وايي: «که تاسو فکر کوئ چې د طالبانو له خوا د امریکايي هاموې ټانکونو ښودل بد وو، تصور وکړئ چې روسان د امریکايي ابرامز ټانکونو کاروان د خارکیف له لارې پرمخ بیايي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای تر نیمایي پورې، د اوکراین جګړه څلورم کال ته داخله شوې ده. روسیې په تازه بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ زېربناوې او نظامي مرکزونه بمبار کړي. کییف بیا له نړۍوالو مرسته غوښتې او ټرمپ د اوربند لپاره خپللې وروستۍ پرېکړې تر ۵۰ ورځني مهلت پورې مشروطې کړې دي.
بلومبرګ وایي، چې ټرمپ که څه هم هڅه کوي چې ځان د جګړې له مسوولیت څخه لرې وساتي، خو د یو منتخب ولسمشر په توګه اوس د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ مسوولیت هم لري.
که پوتین د هغه «ټرمپ» په وخت کې بریا ترلاسه کړي، یا که امریکا خپله مرسته ناڅاپي ختمه کړي او د جګړې پای بدې پایلې ولري، نو د ملامتۍ ګوته به هم پر ټرمپ وي.
دا هغه څه دي چې ښايي د ټرمپ د سیاستونو راتلونکی تعریف کړي، یا به د سولې یو اغېزمن منځګړی شي، یا به د یو بل شرموونکي شاتګ (لکه افغانستان) مسوول وپېژندل شي.