ماته شوې ژمنه: د ټرمپ ادارې څنګه د افغانانو د خوندیتوب لارې چارې له منځه یوړې؟

۵ ساعتونه مخکې

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو کسانو پر وړاندې ټولې لارې بندې کړې دي، چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی و او غوښتل یې د خونديتوب لپاره دغه هېواد ته لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي ویلي، چې دا مهال د دې پروسې اصلي خنډ طالبان نه، بلکې د ټرمپ اداره ده.

له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او امریکايي ځواکونه ووتل، نو ددغه هېواد یو افغان همکار امریکا ته ولاړ، څو خپله کورنۍ وژغوري.

نوموړي چې لومړی له امریکایانو سره د ژباړن په توګه کار کاوه او وروسته له پوځ سره یو ځای شو، وایي چې خپل یوازینی ورور یې له لاسه ورکړی، ځکه هغه هم له امریکایانو سره کار کړی و.

هغه د طالبانو له وېرې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ویلي: «شاوخوا دوه کاله وروسته وتوانېدم چې خپلې مور او څو خویندو ته د امریکا د راتګ اجازه واخلم. هغوی دوحې ته ولاړل، په داسې باور چې بله خور به مې ډېر ژر له خپل مېړه او ماشومانو سره یوځای شي.»

د نوموړي په وینا، تېر کال د هغه خور او کورنۍ دوحې ته ورسېدل، چېرته چې د بایډن ادارې د افغان کډوالو د پروسس لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړی و.

د هغه په وینا، دا پروګرام ځکه ډېر عام نه و، چې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ و.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې جېسیکا براډلي راشینګ وایي: «هغه مهال د امریکا حکومت هره میاشت نږدې ۵ زره افغانان خپلو مرکزونو ته انتقالول.»

د نوموړې په خبره، د ډونالډ ترمپ له بیا واکمنېدو سره سم نوموړي دغه الوتنې بندې کړې او د یوه اجراييوي فرمان له لارې يې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ودراوه.

د دې پروسې له درېدو سره یو شمېر افغانانو امریکا ته د تګ ټکټونه هم کړي و، چې په دې کې د امریکایانو د یاد افغان همکار خور هم شامله وه.

براډلي راشینګ وايي: «موږ اندېښنه درلوده که دا پروګرام عام شوی وای طالبانو به خنډ پېښ کړی و، اوسمهال طالبان خنډ نه دي، بلکې د ټرمپ اداره خنډ ده.»

جېسیکا براډلي راشینګ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې يې کار کاوه له دندې ګوښه شوې.

د ايډ خور د هغو شاوخوا ۱۵۰۰ افغانانو له ډلې ده، چې امریکا ته د تګ ژمنې ورسره شوي؛ خو اوسمهال په قطر کې سرګردانه پاتې ده او وېره لري، چې بیا یې افغانستان ته ونه لېږي.

د افغان اېواک بنسټ وايي، دا مهال تر ۵۰ زره زيات افغانان په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي او ۲ سوه زره نور پېژندل شوي افغانان په هېواد کې دننه د انتظار شېبې تېروي.

ټرمپ له وروستي بندیز سره د امریکایي وګړو او شنه کارټ لرونکو د افغان خپلوانو د ویزې سپانسر کول هم بند کړي دي.

ځیني افغانان په خپله خوښه له هېواده تښتېدلي دي او ځانونه یې د امریکا پولو ته رسولي؛ خو د ټرمپ ادارې له‌خوا د پناه غوښتنې په قانون کې رامنځته شویو بدلونونو دا لاره هم ډېره ستونزمنه کړې ده.

د دې ټولو پالیسیو پایله دا شوې ده، چې ګڼ شمېر افغانان له خپلو کورنیو بېل شي، په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي، چې د اېستلو وېره هم ورسره ده او یا هم په افغانستان کې د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي.

بل لورې بیا د امریکا د امنیت وزارت یوازې په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره د موقت خوندیتوب پروسه ختمه شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو اندېښنو له امله ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: «له همدا اوس څخه زه هڅه کوم هغه افغانان وژغورم چې له امریکا سره یې کار کړی او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې افغانستان ته د لېږلو ګواښ سره مخ دي.»

نوموړي د نورو هېوادونو یادونه نه ده کړې.

نور خبرونه

رادیو