په پاکستان کې طالب سفیر سردار احمد شکېب وایي، چې افغانستان د پاکستاني توکو لپاره یو مهم بازار دی او غواړي چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې «نېشن» د راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې پرون د پاکستان د پخواني فدرالي وزیر محمد علي دراني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د طالب سفیر شکېب په وینا، کابل هر هغه نوښت ته ښه راغلاست وايي چې موخهیې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخول وي. په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو، د سوداګرو او د صنعتونو ترمنځ د اړیکو پر پراخولو او د خلکو ترمنځ د تماسونو پر زیاتولو بحث وکړ.
په راپور کې راغلي، چې دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې ورورولۍ ته ورته اړیکې، د باور جوړولو لپاره د خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې مهمې دي او باید دا تماسونه پراخ شي.
دراني وویل: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې لپاره د اقتصادي پرمختګ ضامن اوسوداګري ده چې سولې ته وده ورکوي.»
طالب سفیر شکېب د ښاغلي دراني وړاندیزونه رغنده بللي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کولی شي د پاکستاني تولیداتو لپاره یو مهم بازار واوسي.
پاکستان د ۱۹۹۰مو لسیزو راهیسې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. د طالبانو د واک لومړۍ دورې (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر مهال پاکستان یو له درېیو هېوادونو څخه و چې د طالبانو حکومتیې په رسمیت پېژندلی و.
پاکستان غوښتل، چې په افغانستان کې یو داسې حکومت وي چې اسلاماباد ته نږدې او د هند ضد سیاست ولري. دغه موخهیې د "Strategic Depth" یا ستراتیژیک ژوروالي د تګلارې برخه وه، تر څو افغانستان د احتمالي جګړې پر مهال د هند پر ضد د شاته تګ ځای وګرځي.
بلخوا، پاکستان تل اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره به د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) له خوا د دوی پر ضد وکارول شي.
که څه هم طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کېږي، خو تر دې دمه (ټي ټي پي)لا هم له افغانستانه عملیات کوي، چې پاکستان یې اندېښمن کړی.
پاکستان تمه درلوده، چې د طالبانو دویم واکمن حکومت به د (ټي ټي پي) پر ضد قاطع اقدامات وکړي، خو طالبان د دوی پر ضد عملي ګامونه نهاخلي، بلکې هڅه کوي منځګړیتوب وکړي.
دا چاره د پاکستان له نظره "ناهیلي کوونکې" ده او له همدې کبله د دواړو لوریو اړیکې ترینګلې شوې دي.
بلخوا، افغانستان د پاکستان لپاره یو مهم تجارتي مارکېټ دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تبادلات، د لارې عواید، ټرانزیټ او د افغان کډوالو شتون د اړیکو یو بل مهم اړخ دی. طالبان غواړي چې له پاکستان سره تجارت پراخ کړي، خو پاکستان له اقتصادي لحاظه هم پر طالبانو فشار راوړي لکه د کډوالو شړل، د وېزې محدودیتونه یا د ترانزیت خنډونه.