یوه افغان ژباړونکي چې د امریکا له پوځ سره په افغانستان کې د جګړې پر مهال کار کړی و، د کډوالۍ قانون د پلي کوونکو پټ مخو مامورینو لهخوا د کنیکټیکټ ایالت کې نیول شوی او بل ایالت ته یې لېږدولی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ضیا (مستعار نوم) چې د امنیتي اندېښنو له امله یې بشپړ هویت نه دی څرګند شوی، د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې د بشرپالنې ځانګړې اجازې (Humanitarian Parole) له مخې د خپلې مېرمنې او ماشومانو سره امریکا ته تللی دی.
هغه د خپل زرغون کارټ (Green Card) د غوښتنې لپاره د تابعیت او کډوالۍ چوپړتیاوو له ادارې سره ټاکل شوې لیدنه لرله، چې هلته ناڅاپه د کډوالۍ او ګمرکي قانون پلي کوونکو مامورینو له خوا ونیول شو.
د هغه وکیلې لورن پیټرېسن ویلي، چې ضیا هېڅ ډول جنایي سابقه نه لري، قانوني اسناد لري، له راتګ وروسته یې دنده موندلې او د قانوني استوګنې ټول پړاوونه یې په سمه توګه پر مخ وړي دي.
د امریکا د سنا مجلس غړي رچرډ بلومنثل دا پېښه غېرانساني او د ډېموکراتیکو ارزښتونو خلاف وبلله. هغه وویل، ضیا د امریکا لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و، خو اوس پخپله دلته د ناوړه چلند ښکار شوی دی.
د کورني امنیت وزارت ویلي، چې ضیا د «یو جدي جنایي تور» له امله تر څېړنې لاندې دی، خو کوم جزیات یې نهدي ورکړي.
وکیله لورن وايي، چې دوی ته هېڅ ډول شواهد یا معلومات نه دي ورکړل شوي او دا تورونه بېاساسه دي.
د امریکا د استازو جرګې غړې جهانا هېیز وویل، چې دا ډول چلند له امریکا سره د افغان همکارانو باور زیانمنوي.
هغې زیاته کړه، کله چې داسې کسان چې قانوني اسناد لري هم ونیول شي، نو بیا خلکو ته څه پیغام استول کېږي؟
د افغان اېواک ډلې مشر شاون وانډایور وایي، چې دا یوازې د یوه کس خبره نه ده، بلکې د هغو زرګونو افغانانو مسله ده چې د امریکا له پوځ سره یې مرسته کړې او اوس د بېباورۍ، نیونې او شړلو له ګواښ سره مخ دي.
یو فدرالي قاضي د ضیا د شړلو د مخنیوي لپاره لنډمهالی بندیز لګولی، خو هغه لا هم په توقیف کې دی او د هغه د برخلیک په اړه لا هم وضاحت نشته.