د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مشر محمد شعیب بریالی وايي، چې دا مهال ۲۹ سیاسي او قونسلي استازلیو کې د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ روانه ده.
هغه زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د جرمني په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه له څلور کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شي.
نوموړي نن چهارشنبه د ( زمري لومړۍ نېټه) په کابل کې په تېر یوه کال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لاسته راوړنو په غونډه کې ویلي، د هغو سیاسي او قونسلي استازولیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې له هېواده بهر افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
دغه طالب چارواکي همدا راز د زیاتو جزییاتو ورکولو پرته ویلي، چې دا مهال د اټکل له مخې له افغانستانه دباندې لس زره افغانان بندیان دي چې دوی یې د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.