د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې «د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو خبره یو خیال دی.»
نوموړي ویلي، چې تهران د اسراییل هر ډول اقدام سره د مقابلې لپاره چمتو دی.
د پزشکیان په خبره،« تهران د اسراییل هر ډول اقدام سره د مقابلې لپاره چمتو دی؛ اسراییل د ایران د بدلولو هڅه وکړه؛ خو ناکام شو. ایراني ځواکونه بیاځلي برید ته چمتو دي؛ خو موږ جګړه نه غواړو.»