مولوي یعقوب مجاهد د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

۵۶ دقيقې مخکې

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نوموړی له قطر سره د غم شریکي لپاره دوحې ته تللی.

ویاند زیاتوي چې « یعقوب، قطر هېواد ته د ملاتړ او همدردۍ ډاډ ورکړی دی».

امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل دی چې د سفر بندیزونه هم پکې شامل دي. خو ملا یعقوب مجاهد د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل نه دی.

هغه طالب چارواکي چې د بندیزونو په تور لېست کې شامل دي، د سفر لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې اجازې ته اړتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ونه توانېد چې هند او پاکستان ته سفر وکړي،ځکه چې د سفر اجازه ورته ورنه کړل شوه.

نور خبرونه

رادیو