طالبانو په کندوز ولایت کې دوه کسان پر «خواله رسنیو د منفي تبليغاتو» په تور نيولي دي

۱ ساعت مخکې

په کندوز ولایت کې د طالبانو پولیسو قوماندانۍ ويلي، چې دوه کسان يې د خان‌اباد ولسوالۍ د فيروزکوه په سيمه کې د «منفي تبليغاتو» په تور نيولي دي. د یادې قوماندانۍ ویاند جمعه الدين خاکسار ویلي، چې دغه کسان یې د امر بالمعروف مامورينو په همغږۍ نيولي دي.

خاکسار وويل، چې نيول شويو کسانو په خواله رسنیو کې د ناسمو او منفي ويډيوګانو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه ګډوډول. هغه زياته کړه، نيول شویو کسانو منلې چې تر دې وړاندې یې هم ورته ويډيوګانې خپرې کړې دي.

د هغه په وینا؛ دغه کسان به تر لومړنيو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف مامورينو په بېلابېلو ولايتونو کې د خواله رسنیو کاروونکي، په تېره بیا ټيک‌ټاکران نيولي او تر اعتراف وروسته يې بېرته خوشې کړي دي.

طالبان پر خپله اداره هیڅ ډول نيوکه نه زغمي. په تېره څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې دغې ډلې څو ځله منتقدين نيولي او شکنجه کړي دي.

د راپورونو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف مامورين خواله رسنۍ په کلکه څاري او منتقدين د منفي تبليغاتو په تور نيسي.

طالبانو تازه فاروق اعظم چې د دغه ډلې د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار دی؛ د هبت‌الله اخندزاده پر ضد د نيوکو له امله نيولی دی. نوموړي ويلي و، چې باید ښځينه روغتیاپالې د کونړ زلزله‌ځپلو سيمو ته واستول شي، په دې ډول به هغو طالبانو ته عبرت شي، چې د ښځو د زده‌کړو مخالف دي.

نور خبرونه

رادیو