د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر د حماس په «مالي ملاتړ» تورن کړ او زیاته یې کړه، چې دوحه پر دغې ډلې «ډېر نفوذ» لري.
نتنیاهو په دوحه کې د حماس پر غړو د اسراییل د هوايي برید په تړاو د مطرح شویو نیوکو په اړه زیاته کړه: «په ایران او قطر کې د ځينو کسانو په ګډون داسې کسان شته چې زموږ پر نظامي عملیاتو یې نیوکې کړې دي.»
د نوموړي په وینا، اسراییل غواړي «د تسلیحاتو یو خپلواک صنعت» رامنځته کړي څو پر بنسټ یې د «نړۍوالو محدودیتونو» پر وړاندې مقاومت وکړي.
نتنیاهو همداراز په ډاګه کړه، چې د امریکا ولسمشر بلنه ورکړې څو د ملګرو ملتونو په عمومي مجمعې کې له وینا وروسته سپینې ماڼۍ ته ورشي او هلته ورسره وګوري.