د خوست له ملکي تخصصي روغتون سره د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت طبي تجهیزاتو مرسته شوې

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي (ICRC) نړیوالې موسسې د خوست ولایت له ملکي او تخصصي روغتون سره د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت د اړینو طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دغو مرستو کې بېلا بېل طبي تجهیزات لکه ډافلر الټراساونډ، ډیجیټل اکسرې ماشین او ځینې نور اړین تجهیزات شامل دي.

د طالبانو اړوند وزارت زیاتوي چې له دې مرستې سره به د ملکي روغتون تشخیصیه برخې خدمات لا پیاوړي شي.

نور خبرونه

رادیو