د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاتز خبرداری ورکړی چې د فلسطین وسله واله ډله باید بې وسلې او بندیان خوشې شي او که داسې ونه شي نو غزه به ویجاړه شي.
تازه د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس ډلې د لهمنځه وړو په موخه د پوځي عملیاتو د پراخېدو خبر ورکړی دی. د اسراییل دفاع وزیر ویلي، دغه عملیات به تر هغه دوام وکړي چې د اسراییل پوځ خپلې موخې نه وي ترلاسه کړې.
له بل پلوه په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د تازه پیل شویو ځمکنیو او هوايي عملیاتو له کبله د سېشنبې له سهار راهیسې ۱۲ مړي ور وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.