طالبان: قطر د افغان کارګرو د منلو شمېر ۲ زرو ته لوړ کړی دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې قطر د افغان کارګرو د منلو په دویم پړاو کې ۱۳۰۰ نورو کارګرو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

طالبانو دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې له قطر سره د یوې هوکړې له مخې به په لومړي پړاو کې ۷سوه کسان دغه هېواد ته ولېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې قطر دولت د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو شمېر ۲ زره ته لوړ کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شرایطو پوره کوونکو کسانو لپاره به د نوم‌لیکنې او ثبت بهیر ډېر ژر څرګند شي.

دغه وزارت وايي، چې هڅه کوي افغان کاګرو ته د کاري فرصتونو د برابرولو شمېر نور هم زيات کړي.

طالبانو تر دې مخکې هم په ځلونو په بېلابېلو ناستو کې له عربي هېوادونو څخه د افغان کارګرو د منلو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو دندو او روزګارونو بې‌برخې شوي دي.

هم‌مهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته.

پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.

د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د وزګارۍ کچه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

نور خبرونه

رادیو