په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ټرمپ څخه غوښتي چې د دوی د کډوالۍ دوسیې بیا پیل کړي

۲ ورځې مخکې

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د امریکا له ولسمشر څخه غوښتي، چې د دوی د پي یو او پي دوه کډوالۍ دوسيو د څېړنې بهیر بيا پيل کړي.

دوی لیکلي، د ډونالډ ټرمپ له خوا د دغو دوسیو د ځند له امر وروسته له میاشتو راهيسې په بې باورۍ، اندېښنه او ناڅرګند وضعیت کې ژوند کوي.

د افغان کډوالو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېته) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي، چې د دوی د کډوالۍ قضیو د ځنډولو او د میاشتو انتظار وروسته د نه زغملو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی په پاکستان کې د افغان کډوالو نازک وضعیت ته په اشارې ټینګار کړی او ویلي يې دي، چې دوی د سختې بې وزلۍ، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي او د تعلیمي فرصتونو نشتوالي سره مخ دي .

دغو کډوالو د امریکا ولسمشر ته ویلي، چې دوی د امریکا د ملي ګټو د ساتنې لپاره د ډونالډ ټرمپ مسوولیتونه درک کوي؛ مګر په پاکستان کې د ژوند ستونزمنو شرایطو ته په پام سره، دوی د امریکا له مشرتابه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د پي یو او پي دوه پروسه بيا پيل کړي.

په دې لیک کې لیکل شوي: «له زموږ څخه ډېر کسان په افغانستان کې د امریکا د نظامي او ملکي هڅو تر څنګ ولاړ وو او د ازادۍ او سولې ګډو ارزښتونو ته ژمن پاتې شوي و. نن ورځ موږ د امریکا څخه د مرستې او شفقت تمه لرو، هغه هېواد چې له اوږدې مودې راهیسې د زیان منونکو لپاره پناه ځای دی.»

د پي یو او پي دوه کډوالۍ دوسیو لرونکو لیکلي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د زیان منونکو او خطر سره مخ کډوالو د نیولو او شړلو پروسه بیا پیل کړې ده.

هغوی ویلي، چې د دغو دوسیو لرونکو افغانستان ته بیا استول خوندي نه دي.

دونالد ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویم پړاو د کار په لومړۍ ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغان کډوالو امریکا ته د انتقال بهیر وځنډول شو.

دغه فرمان یو شمېر دولتي چارواکي او ادارې دې ته اړ کړي، چې دغه کډوالۍ دوسیې بیا و ارزوي.

د امریکا د ولسمشر له خوا د دې کډوالۍ بهیر د ځنډ او بیا ارزونې له امر څخه تر اوسه شاوخوا شپږ میاشتې تېرې شوي، خو د امریکا حکومت تر اوسه د دغو پناه‌ غوښتونکو په اړه کومه واضیح پرېکړه نه ده کړې.

افغان پناه‌ غوښتونکو په خپل لیک کې لیکلي: «ښاغلی ولسمشر، زموږ کړاوونه واقعي دي او زموږ اړتیاوې بېړنۍ دي. تاسې کولای شئ یوازې په یوه انساني اقدام سره، سلګونه کورنیو ته بېرته هیلې ورکړئ. موږ امتیاز نه غواړو، موږ یوازې د هغه ژمنې پوره کېدل غواړو، چې موږ ته راکړل شوې او د یوه باعزته سوله‌ ییز ژوند لپاره یوه موقع غواړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې دونالد ټرمپ مخکې له دې افغان پناه‌ غوښتونکو ته چې له اماراتو څخه د شړلو له خطر سره مخ دي، د مرستې ژمنه کړې وه.

هغه ویلي، د هغو افغانانو د ژغورنې لپاره به ژر اقدام وکړي، چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې امریکا ته د انتقال په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو