الجزیره: افغان کډوال له ایران څخه په زور شړل کېږي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران څخه تر ۱.۵ میلیونه زیات افغان کډوال شړل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري. سره له دې چې ډېر شمېر کډوال قانوني اسناد هم لري، خو بیا هم د شړلو، نیولو، او سپکاوي له ګواښ سره مخ دي.

دغه کډوال وایي، د دوی یوازې ژوند نه، بلکې هویت هم تر پښو لاندې شوی.

د الجزیره په راپور کې راغلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه وروسته له هغې زیات شوي، چې د ایران او اسراییل تر منځ ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده. د دې جګړې له پای ته رسېدو، یعنې د جون له ۲۴مې راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو شړل دوام لري او تر اوسه له ۴۱۰ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې تر ۱.۵ میلیونه زیات افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي او اټکل کېږي، چې د کال تر پایه دا شمېر تر دوه میلیونو واوړي.

ایران له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو اوسني اقدامات یې بې‌ساري بلل کېږي. ایراني چارواکو د دغه هېواد د ختیځو پولو په اوږدو کې دېوال جوړول پیل کړي، تر څو ناقانونه تګ و راتګ او قاچاق کم کړي. پارلمان هڅه کوي، چې د "ملي کډوالۍ سازمان" جوړ کړي، ترڅو د ناقانونه کډوالۍ پر ضد اقدامات منظم کړي.

د الجزیرې په راپور کې راغلي، احمد چې یو ۲۷ کلن افغان دی او څلور کاله وړاندې ایران ته تللی، وايي چې د یوې ودانۍ سرپرستي کوي، خو دومره وېریږي چې له ودانۍ بهر نه وځي.

دی وايي، یوازې شاوخوا ۸۰ ډالره میاشتنی معاش لري او نه شي کولی بانکي حساب پرانیزي، ځکه چې د قانون له مخې اجازه نه لري. دا پیسې د یوه ایراني کس پر کارټ انتقالېږي او احمد هڅه کوي، لږ څه پیسې خپلې کورنۍ ته واستوي. دی زیاتوي: «نه پوهېږم تر کله کولی شم داسې ژوند ته دوام ورکړم.»

الجزیره زیاتوي، چې د تهران ښاروالۍ دفتر یو چارواکي ورته ویلي چې ناقانونه کډوال باید کار ونه لري، څو د ایراني کارګرانو ګټه خوندي پاتې شي. د جګړې له پیله، هره ورځ نږدې ۳۰ زره افغانان یا خو جبري شړل کېږي او یا پخپله بېرته ستنېږي.

د بشري حقونو څارونکو ډلو ویلي، چې دا ډول ډله‌ییز شړل نړۍوال قانون نقضوي، ځکه چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې یو ناامن هېواد بلل کېږي.

مای ساتو چې د ایران د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ده، وایي چې لا هم په افغانستان کې ښځې، ماشومان او لږکي له سخت خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د ایران دولتي رسنۍ او چارواکي تور لګوي چې یو شمېر ناقانونه افغانان ښايي د اسراییل له لوري د جاسوسۍ لپاره کارول شوي وي.

د ایران په دولتي ټلویزیون کې داسې اعترافونه هم خپاره شوي، چې د ځینو کسانو چې مخونه یې پټ شوي وو، ادعا کوي چې دوی د اسراییل استخباراتي ادارې «موساد» ته معلومات لېږدولي دي.

خو د ایران د قم ولایت یوه استازي ویلي، چې تر اوسه هېڅ افغان د جاسوسۍ په قضیه کې نه دی نیول شوی. نوموړي زیاته کړې، چې ځیني افغانان د ایران لپاره جنګېدلي هم دي، نو باید له ټولو سره یو شان چلند وشي.

په راپور کې راغلي، چې له دې هر څه سربېره، افغان کډوال په ایران کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. دوی نشي کولی جایداد، موټر یا سیم کارټ واخلي، د ماشومانو تعلیم ورته ستونزمن دی او ډېرو ته د تابعیت ورکولو هېڅ چانس نشته.

زهره اعظم چې یوه افغان الاصله ښوونکې ده، وايي چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې کورنۍ ایران کې ژوند کوي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې ان د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي: «زه دلته زېږېدلې یم، خو لا هم یو ساده سند نه شم ترلاسه کولی.»

هغې دا هم ویلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د افغانانو پر ضد نفرت ډېر شوی،ان ځیني ایراني ملګري یې هم نور د ملګرو په څېر نه ښکاري.

زهره وايي: «یوې نږدې ملګرې مې راته وویل، چې نور نه شي کولی دلته ژوند وکړي. ما فکر کاوه بله خوا ته کډه کوي، خو وروسته پوه شوم چې ځان یې وواژه.»

الجزیره په خپل راپور کې وایي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو پر ضد احساسات توند شوي او ځیني ایرانیان د افغان کډوالو شړل "ملي غوښتنه" بولي. داسې راپورونه هم شته چې ځیني افغانان چې قانوني اسناد یې لرل، بیا هم له هېواده اېستل شوي، ان ځیني یې وايي چې پولیسو اسناد ورته څېرې کړي دي.

بلخوا، د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې یوازې ناقانونه کسان شړل شوي او که کوم قانوني کډوال هم اېستل شوی وي، نو قضیه به یې وڅېړل شي. خو واقعیت دا دی چې د افغانانو پر وړاندې چلند ورځ تر بلې سختېږي او دا حالت ډېر کډوال دې ته اړ کړي چې له وېرې ځانونه پټ وساتي.

په داسې وضعیت کې، افغانان چې له یوې خوا د خپل هېواد ناامني ته ستنېږي، له بلې خوا د هغه هېواد له تاوتریخوالي سره مخ دي چې له ډېرو کلونو راهیسې یې هلته ژوند کاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د دوی ژوند د فشار، بې‌سرنوشتۍ او وېرې تر سیوري لاندې تېرېږي.

نور خبرونه

رادیو