امریکایي استازي: د نیول شوي افغان ژباړن توقیف دې پای ته ورسېږي

پرون

«ډبلیو اېس اېچ یو» وېب‌پاڼه وایي، چې امریکایي سناتور ریچارډ بلومنتال او د استازو جرګې غړې جهانا هېیز د افغان ژباړن «ضیاء» د توقیف قضیې په غبرګون کې په ګډه غږ پورته کړی او د هغه د حقونو خوندي کولو لپاره یې د یوې قانوني مسودې ملاتړ اعلان کړی.

په راپور کې راغلي، د امریکا په ختیځ هارټفورډ کې یو افغان پخوانی ژباړن چې یوازې د ضیاء په نوم یادېږي، د زرغون کارټ ( ګرین کارټ) د پروسې لپاره له یو عادي لیدنې وروسته د کډوالۍ قانون پلي کوونکې ادارې له خوا نیول شوی دی.

«ډبلیو اېس اېچ یو» وېب‌پاڼه زیاتوي، هغه د جولای په ۱۶مه د کډوالۍ او ګمرکي قانون پلي کوونکې ادارې پټ مخو اجنټانو له خوا ونیول شو، حال دا چې هېڅ جرم یې نه و کړی او قانوني اسناد یې درلودل.

ضیاء په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی و او د طالبانو له ګواښونو وروسته د بشري ویزې له لارې متحده ایالاتو ته تللی و.

د کانیکټیکټ سناتور ریچارډ بلومنتال او د استازو جرګې غړې جهانا هېیز د «افغان اېواک» له خوا په یوه مجازي خبري کنفرانس کې ګډون وکړ، څو د ضیاء د قضیې په تړاو اندېښنه څرګنده کړي. دغه موسسه هغو افغانانو ته ملاتړ برابروي، چې له امریکایي ځواکونو سره یې د جګړې پر مهال کار کړی دی.

هېیز وویل، د ضیاء کورنۍ د هغه له نیول کېدو وروسته له دوی سره اړیکه ونیوله او دا د دوی د دفتر لپاره لومړی ځل و، چې یو داسې کس ونیول شو، چې هېڅ قانوني تېروتنه یې نه درلوده.

مېرمن هېیز زیاته کړې: «ضیاء دلته په کانیکټیکټ کې کورنۍ لري، هغوی خپل هېواد پرېښی، خپل امنیت یې قرباني کړی، ترڅو د امریکا د ډیموکراسۍ ژمنو ته وفادار پاتې شي. دا خيانت په رښتیا هم ډېر دردونکی دی.»

د هغه مدافع وکیلې ویلي، ضیاء د ماساچوسټ ایالت پلیموټ ته یوه بند‌ ځای ته لېږدول شوی او هلته تر توقیف لاندې دی

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي قانون پلي کونکې اداره وايي، چې هغه امریکا ته «بې اسناده» داخل شوی، خو د هغه وکیله دا خبره ناسمه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه یوه فدرالي قاضي د ضیاء د اېستلو حکم د لنډمهال لپاره ځنډولی دی.

بلخوا، سناتور بلومنتال ویلي، چې دی به د «افغانانو د اسنادو د سمون قانون» ملاتړ وکړي، کوم چې هغو افغانانو ته د دایمي استوګنې زمینه برابروي، چې د امریکا ملاتړ یې کړی او له اضافي امنیتي پلټنو وروسته د اسنادو د سمون حق لري.

بلومنتال وویل، « ضیاء خپل ژوند په خطر کې واچاوه، تر څو د ډېموکراسۍ ارزښتونه وساتي. اوس، دا چې له هغه سره دا ډول ناعادلانه چلند کېږي، دا د شرم خبره ده.»

د یادونې وړ ده، چې ضیاء او د هغه کورنۍ لا هم د برخلیک په تمه دي، خو د هغه ملاتړي هڅه کوي چې دا قضیه د عدالت له لارې حل شي او هغه ته د هغه د خدمت او قربانۍ په بدل کې درناوی وشي.

نور خبرونه

رادیو