فدایي: طالبان هغه نظام ستایي چې ښوونځي تړي او د پوهنې پلویان بندي کوي

۲ ورځې مخکې

د خوست پخواني والي حلیم فدایي په وینا، طالبان داسې اسلامي نظام تمثیلوي چې د نجونو د زده‌کړو مخه پکې نیول کېږي، او څوک چې د ښوونځیو د پرانیستلو غږ پورته کړي، زنداني کېږي.

حلیم فدایي، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې والي په توګه پاتې شوی، د طالبانو د حکومت پر تعلیمي پالیسیو توند انتقاد کړی. نوموړي په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، طالبان داسې "اسلامي نظام" تمثیلوي چې ښوونځي پکې تړل کېږي او د هغوی پر ضد غږ اوچتوونکي بندي کېږي.

فدایي په خپل پوسټ کې په طنز امېز ډول لیکلي: «ډېر ښه اسلامي نظام دی چې چا ښوونځي بند کړي دي، د هغه باید اطاعت وشي او وستایل شي، او چې څوک د ښوونځیو د پرانېستلو خبره کوي، هغه باید بندي شي.» نوموړي زیاته کړې، چې دا د طالبانو له لوري وړاندې شوی "اسلامي عدالت او اسلامي شریعت" دی.

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راوروسته، پر افغان نجونو تعلیمي محدودیتونه لګولي او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو د زده‌کړو مخه نیولې ده. دغه اقدام نړیوال غبرګونونه راپارولي، خو طالبان ټینګار کوي چې پالیسي یې د "اسلامي اصولو" سره سمون لري.

فدایي له دې وړاندې هم د طالبانو پر سخت دریځ انتقادونه کړي، خو دا ځل یې په څرګنده د هغوی د تعلیمي بندیزونو مشروعیت تر سوال لاندې راوستی.

نور خبرونه

رادیو