کابل کې د سعودي سفارت: د شاه سلمان مرکز افغان روغتونونو ته ۱۳ پایې جنراتورونه ورکړي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان له ولس سره د بشري مرستو د دوام په لړ کې، د سعودي عربستان د شاه سلمان د بشري مرستو او خیر ښېګڼې مرکز اعلان کړی چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې یې یو شمېر روغتونونو ته د دایمي برېښنا د برابرولو لپاره ۱۳ پایې ستر جنراتورونه نصب کړي دي.

په کابل کې د سعودي سفارت پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «دا ګام هغه دوام دی، چې د پاچا سلمان مرکز د افغان وروڼو لپاره بشري مرستې او هڅې وړاندې کوي.»

د سفارت په وینا، د دغو جنراتورونو نصب موخه دا ده چې په هغو روغتونونو کې، چې له دوامداره برېښنایي ستونزې سره مخ دي، د خدماتو د ځنډ مخه ونیول شي.

د دوی په وینا پرلپسې برېښنايي ستونزې د ناروغانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

سفارت ټینګار کړی چې د سعودي عربستان پاچاهي د شاه سلمان د مرستو مرکز له لارې ژمنه ده چې په افغانستان کې د روغتیا او تعلیم په ګډون، بنسټیز سکتورونو ملاتړ وکړي.

دوی زیاتوي، دا پروژه د هغو ګڼو پراختیايي او بشري پروژو یوه برخه ده، چې یاد مرکز یې په افغانستان کې پلې کوي.

یادونه باید وشي چې د شاه سلمان مرکز په تېرو کلونو کې په افغانستان کې لسګونه بشري پروژې پلې کړې دي، چې پکې خوراکي، روغتیايي مرستې، او د بې‌ځایه شویو کسانو او جګړه‌ ځپلو ټولنو ملاتړ شامل دی.

نور خبرونه

رادیو