لېوال: په افغانستان کې د «قانوني» او «ناقانونه» نیونو اصطلاحات خندونکي او مبهم دي

پرون

پخوانی افغان ډېپلوماټ او د تېر جمهوري نظام پر مهال په ایران کې د افغانستان سفیر، عبدالغفور لېوال، د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هغه حقوقي اصطلاحات تر پوښتنې لاندې راوستي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د خلکو د نیونو د تعریف لپاره کارول شوي دي.

غفور لېوال، د ملګرو ملتونو په هغه راپور نیوکه کړې، چې پکې د طالبانو له‌خوا د خلکو نیونې د «خپلسرو» او «ناقانوني» په اصطلاحاتو تشریح شوې دي.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:«د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي ګزارش کې، د دوو کارول شویو اصطلاحاتو په حقوقي مانا پوه نشوم: خپلسرې نیونې او ناقانونه نیونې.»

لېوال پوښتنه کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، چېرته چې د قانون کوم ټولنیز قرارداد نه‌ لیدل کېږي، «قانوني» او «ناقانونه» څنګه سره جلا کېدای شي؟
نوموړی لیکي:«په هغه هېواد کې چې د قانون په نامه هېڅ کوم ټولنیز قرارداد نه‌ وي، قانوني او غیرقانوني څنګه سره بېلېدلای شي؟»

غفور لېوال، چې اکثر وخت خپلې څرګندونې له انتقادي طنز سره یوځای کوي، د دې اصطلاحاتو کارونه «د خندا وړ» بللي.
نوموړي لیکلي:«یوه استبدادي او بې‌ قانونه واکمني باید د نیولو لپاره له چا اجازه واخلي؟ هر څه مسخره، هر څه د خندا وړ.»

نوموړي همداراز د خپلسرې نیونې اصطلاح تر پوښتنې لاندې راوستې ده او ویلي یې دي چې په داسې یوه حاکمیت کې «خپل‌ سري» نیونه اصلاً ممکنه نه ده.

غفور لېوال له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د حقوقي اصطلاحاتو کارونه دې د واقعي حقوقي چوکاټونو سره سمون ولري، او داسې مفاهیم دې نه کاروي چې په عملي توګه بې‌ مانا وي.

د ملګرو ملتونو د "د خپلسرې نیونې نړیوالې ډلې" له معیارونو سره سم، خپلسرې نیونې هغه وضعیت دی چې قانوني بنسټ یا مشروعیت نلري، د فرد د بشري حقونو په وړاندې ترسره کېږي، یا د نړیوالو منصفانه محاکمې معیارونه ناسم یا له پامه غورځوي. یعنې قانوني اساس، څرګند تورونه او د دفاع امکانات نلري.

په افغانستان کې طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه کسان د پخوانۍ ادارې غړي، ژورنالستان، مدني فعالانو، مذهبي عالمانو او طالب منتقدینو په ګډون نا‌قانونه نیولي او ځورول شوي دي. د یوناما د راپورونو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې یوازې د لومړي شپږ میاشتو په موده کې ۶۰۰ خپلسرې نیونې ثبت شوې وې.

یاده دې وي چې د طالبانو له لورې د خپلسرو نیونو لړۍ روانه ده خو وروستي ارقام ندي خپاره شوي چې په په وروستیو دوه کلونو کې څومره کسان نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو