د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي، وایي چې ډېری افغان کډوال پرته له هر ډول امکاناتو، یوازې له خپلو جامو سره هېواد ته ستنیږي، او دا وضعیت د بېړنیو بشري مرستو اړتیا نوره هم زیاتوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د کډوالو دا پراخه راستنیدنه ښایي ټوله سیمه بې ثباته کړي

فیلیپو ګراندی چې د اسلام کلا بندر څخه یې لیدنه کړې وه وویل: « شمېرې خورا اندېښمنوونکې دي. یوازې پرون شاوخوا ۲۰ زره تنه له همدې پولې افغانستان ته راوښتي. اټکل کیږي چې تر دې دمه له ایران څخه تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.»

هغه زیاته کړه: « موږ دلته له یوه بېړني وضعیت سره مخ یو، خو دا ځل دا حالت معکوس دی؛ خلک بېرته خپلو هېواد ته راستانه کېږي، خو باید ووایم چې ډېری دا کار د خپلې خوښې له مخې نه کوي، بلکې په زور راشړل کېږي.»

بلخوا ایراني چارواکو ویلي، یوازې هغه افغانان اخراجوي چې قانوني اسناد نه لري، خو یو شمېر اخراج‌شوي کډوال وایي، سره له دې چې قانوني اسناد یې درلودل، له هېواده ایستل شوي دي.

علي رضا، چې درې ورځې مخکې له ایران څخه راشړل شوې، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: « سره له دې چې زما په ویزه لا هم وخت وو، خو د ایران پولیس زمونږ د استوګنې ځای ته راغلل، دروازه یې را ماته کړه، موږ یې له سپکو سپورو، څپېړو او وهلو سره د پولیس‌ مرګز ته بوتلو».

همداراز، یو شمېر راشړل شوي کډوال د ایران د نظامي ځواکونو له بد چلنده شکایت کوي، چې ان د اخراج پر مهال یې هم سپکاوی کوي.

یوه افغانه کډواله نظیفه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: « ایراني نظامیان، له افغانانو سره ډېر ناوړه چلند کوي. هیڅ انساني چلند نه پېژني. موږ یې له نیولو وروسته د پولیسو مرکز ته بوتلو او دوه ورځې او شپې یې هلته په پنجره ډوله کوټه کې بند کړي وو.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ زره پورې افغان کډوال له ایران څخه راشړل کېږي، او یوازې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو ۱۲ ورځو کې د اخراج‌شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ زره واوښت.

نور خبرونه

رادیو