جعفر مهدوي: د دوه‌ساعته ناستې باوجود هم د امربالمعروف وزیر د خپل سرو نیونو ملاتړ وکړ

پرون

د افغانستان پارلمان د یو پخواني غړي جعفر مهدوي له خوا د طالبانو امربالمعروف وزارت د خلکو سره زورزياتي او د ښځو نیولو اړوند له شکایت وروسته هم د امربالمعروف وزیر د محتسبانو د فعالیت څخه دفاع وکړه، او یاد چلند یې د قانون سره سم وباله او ادعا یې وکړه، چې «د زورزياتې پيښې» به وڅېړي.

یو پخواني وکیل جعفر مهدوی د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۲مه) پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې له خالد حنفي سره یې دوه ساعته غونډه کړې او په کابل کې د ښځو د نیونو اړوند يې د خلکو اندېښنې ورسره شريکې کړې.

د ښاغلي مهدوي په وینا، له خالد حنفي څخه يې وغوښتل تر څو «د نن ورځې شرایطو او د نوي نسل پیچلتیاوې درک کړي.»

په ورته وخت کې خالد حنفي د امربالمعروف وزارت د محتسبانو او د ښځو د نیونو دفاع کړې؛ خو ژمنه یې کړې، چې د محتسبانو له خوا د فريکي او تاوتريخوالي چلند مستند شکایتونه» به وڅېړي.

طالب وزیر حنفي وویل چې نیول شوي کسان «د قانون سره سم او د څارونکو څانګو تر څارنې لاندې ترسره شوي دي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وه، چې په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو کمپاین د ملا هبت الله په مستقیم امر او په کندهار کې د طالبانو د والي په لارښوونه پیل شوی دی.

د سرچینو په وینا محمد علي حنفي مشهور په ملا شيرين، ۱۲ ورځې دمخه کابل ته تللی و، ترڅو د امر بالمعروف قانون پلي کولو څارنه وکړي.

ملګرو ملتونو د امر بالمعروف قانون تاوتریخجن بللی دی. د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د امر بالمعروف قانون کولی شي د بشریت پر وړاندې جرمونو ته لاره هواره کړي.

نور خبرونه

رادیو