د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړی احمدالله وثیق وايي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه ۲ میلیارده افغانۍ وېشلې دي.
نوموړي له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.
د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړي احمدالله وثیق د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د کډوالو د کورنۍ هر غړي ته د ورځې دوه زره افغانۍ ورکول کېږي.
د هغه په خبره، ستنېدونکو کډوالو ته په ورځ کې ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د وثیق په خبره، له کډوالو سره د مرستې نوم لیکنه په وړیا ډول تر سره کېږي: «د کډوالو لپاره ټول خدمات لکه: خواړه، روغتيايي پالنه او نوم لیکنه په وړیا ډول تر سره کېږي.»
نوموړي له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو څخه د لا همکارۍ هيله ښودلې.
وثیق دا نه دي ویلي، چې دغه مرستې د مرستندویه ادارو او سوداګرو لهخوا برابرې شوې دي او که د طالبانو ادارې له لوري ورکړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي ډول له ایران څخه د کډالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
دغه کډوال د ګرمې هوا، سرپناه، بېوزلۍ او د کار و روزګار له نشتوالي شکایت کوي.