په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بېځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمد اشرف حيدري ویلي، چې طالبان په مدرسو کې نوی نسل ځانمرګو بریدونو ته هڅوي.
ښاغلي حیدري پر اېکس پاڼه د خپلې مرکې یوې برخې په خپرولو سره کاږلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې جنسیتي توپیر یوازې یو اخلاقي مسله نهده؛ بلکې دا یو امنیتي ګواښ دی، چې د سیمې او نړۍ پر سولې او ټیکاو پراخه اغېزه کوي.
نوموړي له نیو انډین اېکسپرېس شبکې سره په دغه مرکه کې ويلي، چې طالبانو د نجونو د زدهکړو مخه نیولې او له ښځو سره توپیري سره توپیري چلند کوي.
ښاغلي حیدري زیاته کړې،« زه د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د راپورونو پر بنسټ استدلال کوم، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې جنسيتي توپير له هیچا پټ نه دی.»
هغه وایي، طالبان په مدرسو کې د نوي نسل ذهن بدلوي او هغوی ځانمرګو بریدونو ته هڅوي. د نوموړي په وینا:« د دوی ذهنیت هیڅ نه دی بدل شوی، دوی یوازې د رسمیت پېژندنې لپاره ځينې مدني مانورې کوي.»
حیدري له افغانستان څخه د خلکو د تېښتې پړه هم پر طالبانو ور واچوله. هغه وویل، خلک اصلا د طالبانو د ناسم سیاست او بې عدالتۍ له امله وطن پرېږدي او کډوال کېږي.
نوموړي په دغه مرکه کې پر ایران او پاکستان نیوکه کړې، چې افغان کډوال په زور افغانستان ته ستنوي، دغه ډول هندوستان هم افغانانو ته وېزې نه ورکوي، ان دا چې هلته د افغان زدهکړیالانو زدهکړې هم نیمګړې پاتې شوې دي.