د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون لهخوا هغه پرېکړه وستایله، چې غواړي فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني او دارنګه په غزه کې د اوربند او زندانیانو تبادله هم د سولې لپاره مهم اقدامات بولي.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې د فلسطین په رسمیت پېژندل په منځني ختيځ کې د شخړو ختمولو او سولې راوستلو لپاره یوازینۍ لاره ده.
ښاغلي کرزي په غزه کې پر اوربند، د زندانیانو پر تبادلې او د مرستو پر رسولو هم ټینګار کړی دی.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون به په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین په رسمیت پېژندل اعلان کړي.