د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د هرات په ګمرک کې یې افغانستان ته د ۲۶۴ کیلو ګرامه ایراني زعفران له واردیدو څخه مخنیوی کړی. دغه وزارت زیاتوي چې هڅه کېده دا زعفران په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد شي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، دغه ایراني زعفران په ډېر مهارت سره په یو یخچالي موټر کې ځای پر ځای شوي وه او قاچاق کوونکو غوښتل چې افغانستان ته له واردېدو وروسته یې بېرته د افغانستان د زعفران په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.