افغانستان انټرنشنل د خپلو نشراتو د څلورمې کلیزې په درشل کې نن (جمعه د زمري درېیمه) په عربي ژبه هم خپل نشرات پیل کړل.
د افغانستان انټرنشنل اجراییوي مشر هارون نجفي زاده وايي، له دغې چارې یې موخه عربي نړۍ ته د افغانستان د اړوندو خبرونو رسول دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان انټرنشنل د یوې ازادې، خپلواکې او ناپيېلې رسنۍ په توګه خپل ټلویزیوني نشراتو پیل کړل او ورسره جوخت یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپل ځای وموند او دمګړۍ یو له ډېرو لیدونکو رسنیو شمېرل کېږي.