د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: د القاعده په تړاو د طالبانو معلومات «غولوونکي او بې‌باوره» دي

پرون

د امریکا د استخباراتو پخوانۍ ماموره او د طالبانو منتقده سارا اډمز یو وار بیا په افغانستان کې د القاعده فعالیتونو ته په اشارې د امریکا پر استخباراتي ادارې یا سي‌ای‌اې‌ توندې نیوکې کړې دي، چې ولې د دغې ډلې پر ورکړل‌شویو معلوماتو باور کوي.

نوموړې جمعه (د زمري ۲مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «استخباراتي ټولنه به څه وخت بالاخره دا ومني، چې له طالبانو نه ترلاسه‌شوي معلومات په بشپړ ډول ناپاک او د باور وړ نه دي.»

سارا اډمز زیاته کړې، د امریکا ولس فکر کوي چې د هغوی امنیتي ادارې د القاعدې په څېر ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره په میدان کې حضور لري؛ «خو دا حقیقت نه دی.»

هغه انځورونه چې د امریکا د استخباراتو یادې مامورې خپاره کړي، ظاهراً د طالبانو تر کنټرول لاندې د هلمند ولایت په یوې سیمه کې د القاعده د روزنیز او عملیاتي مرکز دننه اخیستل شوي دي.

اډمز وخت ناوخت د طالبانو په اړه څرګندونې او معلومات افشا کوي.

نوموړې څه موده مخکې ویلي و، چې د اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن د محمودشاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پر وړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراج‌الدین حقاني په مشرۍ شوي وو.

نور خبرونه

رادیو