یو مشهور شیعه عالم وعظزاده بهسودي اعلان وکړ، چې طالبانو د کابل په لوېديځ کې د هغه دفتر تړلی دی.
بهسودي د چهاشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د هغه د دفتر غړي اېستلي او دفتر يې بند کړی دی.
مشهور شیعه عالم وعظزاده بهسودي د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) ویلي، چې ځینو کسانو د «توطیې او دسیسې» له مخې د بې اساسه تورونو په وړاندې کولو سره د طالبانو د عدليې وزارت ته ورغلي او دغه وزارت یې غولولی دی.
نوموړي زياته کړې، چې د دې اشخاصو د شکایتونو پر بنسټ یې دفتر تړل شوی، څلور کسان يې نیول شوي، ښوونکي، زده کوونکي او د دفتر غړي یې اېستل شوي دي.
بهسودي ویلي: «لکه څنګه چي دغه تورونه په محکمه کې ثابت نه شول، نیول شوي کسان خوشې شول؛ خو نن مې واورېدل چې دوی زما د برچي په سیمه کې د استازو دفتر او مدرسه تړلې، ښوونکي، زده کوونکي او د دفتر غړي يې اېستلي دي.»
واعظزاده بهسودي ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر «له دقيقې څېړنې او ارزونې پرته پرېکړې کوي.»
نوموړي اعلان وکړ، چې هغه به د مهدویه جومات او مدرسې «مذهبي سرپرستي» څخه استعفا کوي.
واعظزاده بهسودي په تېرو څلورو کلونو کې څو ځله د طالبانو پر کړنو نیوکې کړي دي.
هغه تازه په بلخ ولایت کې طالبانو ته سپارښتنه کړې وه، چې که له نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ټینګې نه کړي او د هېواد له قومونو او کورنیو ډلو سره تفاهم رامنځته نه کړي، بریا ته به ونه رسېږي.
نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان ټول قومونه په غېږ کې ونیسي، د خلکو رواجونو، دودونو، مذهب او فرهنګ ته درناوی ولري او له سرپرست حکومت څخه ملي حکومت ته واوړي.
بهسودي زیاته کړه: «که یو ملي حکومت ولرو، نړۍ نهشي کولای موږ له صحنې وباسي، سپک مو کړي یا مو له پامه وغورځوي.»