د امریکا یوې محکمې د افغانانو او کامرونیانو لپاره د اخراج خوندیتوب لغوه کولو پرېکړه ورکړه

۹ ساعتونه مخکې

د امریکا د استیناف محکمې د پرېکړې له مخې به په امریکا کې مېشت افغانان او کامرون وګړي له دغه هېواده و اېستل شي.

تر دې وړاندې د استیناف محکمې د ټرمپ ادارې هغه پرېکړه د یوې اوونۍ لپاره ځنډولې وه، چې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام د لغوه کېدو په اړه یې کړې وه.

د محکمې تازه پرېکړه د امریکا حکومت ته دا اجازه ورکوي، چې په دغه هېواد کې مېشت څه باندې ۱۴زره افغانان او نږدې ۸زره کامرون وګړي د امریکا له خاوري وباسي.

تر دې وړاندې د CASA په نامه د کډوالو ملاتړ سازمان له محکمې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ځنډولو غوښتنه کړې وه؛ خو محکمې ویلي چې اوس دومره شواهد نشته چې حکومت دې دا اقدام ونه‌کړي.

د افغان ایواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد بنسټ مشر د محکمې تازه پرېکړه ننګولې او هغه یې ظالمانه بللې ده.

د دغه بنسټ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې « دا اقدام قانوني نه؛ بلکې سیاسي انګیزه لري او په دې تړاو د ټرمپ ادارې پالیسي ظالمانه ده.»

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي اېل نویم وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د لنډمهاله خوندیتوب یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي، چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له‌خوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو