طالبانو له نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه د کډوالو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په افغانستان کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له مشرې سره په لیدنه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په وینا، د کډوالۍ نړۍوال سازمان ژمنه کړې چې کډوالو ته به مسلکي دندې او وړې سوداګریزې زمینې برابرې کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبدالرحمان راشد په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان له سرپرستې مشرې ایزورا موتیا مسکن تیا سره په لیدنه کې د کډوالو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې.

طالبانو ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو شمېر زيات شوی او د نړۍوالو همکارانو سره پر پوله د کډوالو لپاره د مرستې برابرولو هڅې کوي.

دې ډلې د نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه د مرستې د زياتېدو غوښتنه کړې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ هڅه کوو، چې کار مو اغېزناک وي، زموږ هڅه دا ده، چې د خپلو شریکانو سره په همغږۍ کار وکړو، د جبري کډوالو شمېر زيات دی، موږ به د راستانه شویو کډوالو شمېر له مرستندویه ادارو سره شریکې کړو، ترڅو د لا زياتې همکارۍ لېوالتیا پيدا شي.»

په خبرپاڼه کې د کډوالو نړۍوال سازمان د سرپرستې مشرې تیا له قوله ویل شوی: «یو شمېر مرستندویه همکاران لېواله دي، چې د راستانه شویو سره تر هغه وروسته همکاري وکړي، چې په خپلو مېنو کې ځای پر ځای شوې وي.»

د هغې په خبره، یاد سازمان پلان لري چې د مسلکي کډوالو لپاره دندې پيدا او واړه سوداګریز کاروبارونه ورته برابر کړي.

تیا زياته کړې: «د ټولنې د غوښتنو پر بنسټ، موږ به د روغتیایي مرکزونو، پله او پلچکونو جوړولو کې هم مرسته وکړو.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي نن په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

هغه له ایران نه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې بشري حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیسي.

د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې د انساني کرامت د ساتنې په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له ایران نه ډېری راستانه شوي افغانان د دغه هېواد د نظاميانو له بد چلنده شکایت لري او په ټولنیزو رسنیو کې هم له افغان کډوالو سره د ایرانیانو د ناوړه چلند ګڼې ویډيوګانې هم خپرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو