د بغلان ولایت د مرکز، پلخمري ښار، په شاوخوا کې د کرکر د سکرو کان کې چاودنه شوې ده.
د بغلان روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
سرچینو ویلي، چاودنه د ډبرو سکرو په درېیم کان کې د میټان ګاز د لیک کېدو له امله رامنځته شوې.
د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې چاودنه په کان کې د غېر مسلکي ډبرو سکرو کان کېندنې له امله شوې ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې کان کېندونکي د کان کېندنې پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
تر دې وړاندې د سمنګان او نورو ورته سیمو د دره صوف د ډبرو سکرو په کانونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې وې، چې د یو شمیر کارګرانو د مړینې او ټپي کېدو لامل شوی و.