د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر له بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
امیرخان متقي د جرمني فدرالي جمهوریت سره په وروستیو خبرو او پرمختګونو کې د قطر د اسانچاري رول مننه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، «د چنګاښ ۳۱مه» وویل، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له جرمني څخه د ۸۱تنو افغانانو د راستنولو پر بهیر او پاتې پړاوونو او دغه راز افغانستان ته پر راستنېدونکو افغان کډوالو خبرې وشوې.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امیرخان متقي په حواله لیکلي:« د بشري ادارو په مرسته به وکولای شو چې له جرمني څخه راستانه شوي افغانان په وطن کې خپل عادي ژوند پیل کړي او ډاډ یې ورکړ چې جرمني کې به د افغان دیپلوماتانو له خوا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې شي او د خبرو راتلونکي پړاوونه به هم په مثبت ډول پرمخ ولاړشي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په حواله لیکلي چې نوموړي افغانستان د قطر دولت په بهرني سیاست کې مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د قطر دولت به له جرمني نه د افغان کډوالو د ستنولو په راتلونکو پړاوونو کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.
د قطر د دولت وزیر همداراز ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د مهاجرینو د راګرځېدو وروستۍ څپې له نږدې څاري او له اړونده ارګانونو سره کار کوي چې له طالبانو سره د وضعیت په مدیریت کې مرسته وکړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې جرمني ۸۱ مجرم افغانان کابل ته ولېږل او دغه هېواد د طالبانو دوه ډېپلوماټان ومنل.